GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د آسيا منطقه په نړيوال سياست كښې اهميت اختياروي٬نوي سيمه ايز او نړيوال حالات زمونږ خارجه پالېسۍ لپاره نوې چېلنجونه راوړي

image

اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د آسيا منطقه په نړيوال سياست كښې اهميت اختياروي٬نوي سيمه ايز او نړيوال حالات زمونږ خارجه پالېسۍ لپاره نوې چېلنجونه راوړي٬د پاكستان په سفارتكارو د پاكستان د ګټې د تحفظ لويه ذمه واري پرته ده ٬مونږ له په هر ډول د پاكستان د مفادات تحفظ كول دي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ خارجه دفتر كښې د سفارتكارو ګريجوېشن دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل بېلا بېلو ادارو سره د خيالاتو تبادله به په نورو هېوادونو كښې د پاكستان د معاشي مفادات تحفظ له مرستياله ثابت شي۔سفارتكارو د چين دوره هم كړی وه او هيله ده چې د دې ګټې به ترلاسه شي۔ده ووئيل د انسان په ژوند كښې د زده كړې او علم ترلاسه كولو لړۍ كله هم نه اودرېږي٬خارجه وزير ووئيل د آسيا منطقه په نړيوال سياست كښې اهميت اختياروي٬نوي سيمه ايز او نړيوال حالات زمونږ خارجه پالېسۍ لپاره نوې چېلنجونه راوړي٬د پاكستان په سفارتكارو د پاكستان د مفاداتو د تحفظ لويه ذمه واري پرته ده٬مونږ له په هر ډول د پاكستان د مفادات تحفظ كول دي۔ خارجه وزير ووئېل ما ته وئيلې شوي چې ستاسو د پروفېشنل ډپلومېټس سره د تربيې وركشاپ شوې دغسې چې تاسو په عملي اړخونو پوهه شۍ۔ ده ووئيل تاسو ګرېجوېشن نه پس اوس په عملي سفارتكارۍ كښې قدم اېښودې او دې سره به ستاسو د كېريئر يو نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل په بيړه بدله شوې منظرنامه كښې آسياء په نړيواله كچه خاص اهميت اختيار كړې چې پكښې پاكستان لپاره نوې موقعې راپېدا كېږي او د يوې فعاله خارجه پاليسي په خپلولو مونږ د دې موقعو څخه استفاده كولې شو او د چېنلجونو مقابله كولې شو۔ ده ووئيل مونږ له سوله ايز او د فعاله اقتصادي ګاٶنډيتوب اصولو ته وده وركول دي٬ مونږ له تجارت٬ توان او د رابطو ودې سره خپل اقتصادي استعداد په منطقه كښئ مستحكم كول دې۔ ده ووئيل روايتي سفارتكارۍ سره سره به سرمايه كارۍ او تجارت زياتولو لپاره ځان فعالول وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل سفارت كاري او نړيوالې چارې لازم و ملزوم دي۔ ده ووئيل د نن سفارتكار له به د سفارتي علم سره سره ٬ د سياست علم٬ د نړيوال قوانين او معاشي سفارتكاري هم زده كړه كول وي۔ ده ووئيل اوس به تاسو له د روايتي سفارت كارۍ سره سره د مناظرې او د سوشل ميډيا پوهه هم ترلاسه كول وي دغسې چې تاسو هر وخت د پاكستان د خارجه پاليسۍ دفاع لپاره هر وخت چمتو ئې٬ ستاسو تجزيه استدلالي او ستاسو تجويزونه د عملي نويت پكار دي۔ ده ووئېل زه په دې خبره اطمينان لرم چې فارن سروسز اكېډېمي بهترينه تربيه وركوي او دا لا ښه كولو لپاره د اصلاحاتو عمل روان دے۔ ده ووئيل لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چين د خېرسګالۍ جذبې له مخې خپله د پخوانۍ اېمبسۍ وداني فارن سروس اكېډېمۍ لپاره وقف كړې او د ھغې د رنګ روغن كار روان دے ۔ خارجه وزير ووئيل زه باور لرم چې دا اكېډېمي به نوې سفيرانو ته دغسې غوره تربيه وركولو لپاره هڅې كوي۔ تاسو ټول د پاكستان سباٶن ئې٬ مونږ له به دا خبر ياد ساتل وي چې مونږ ټول د جمهوريه پاكستان نمائندګان يو او مونږ د پاكستان اولس ته ځواب وركوٶنكي يو۔ ده ووئيل تاسو له د پاكستان او نړۍ ترمېنځه د پل كردار لوبول دي او تاسو له د خپل قام په ښه ډول د خدمت عزم كول دي۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې تاسو به ايماندارۍ٬ مينې او خوارۍ سره خپله وظيفه ترسره كوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل تاسو له بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو خاص خيال ساتل دي۔ ده ووئيل زه تاسو ته وئيل غواړم چې ستاسو عملي سفر به په زړه پورې او د چېلنجونو وي او زه ستاسو عملي سفر لپاره به لاس

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں