د وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي په مشرۍ كښې د اېل اېن جي ټرمېنلز په بابله غونډه
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي په مشرۍ كښې د اېل اېن جي ټرمينلز په بابله غونده په اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې په مهال د مېري ټائم چارو سېكرټري رضوان احمد او د د پورټ قاسم چيئرمېن ناصر حسن شاه هم موجود وٶ