اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي په نېشنل کمانډ اينډ اپرېشن کنټرول غونډه كښې ټولو صوبائي او سيمه ايزو سټېك هولډرز په مشاورت د شېډول بحالولو او باقاعده د هېواد دننه پروازونه بيا د پېل كولو اصولي پرېكړه شوې خو حتمي پرېكړه به وزيراعظم كوي۔ د شورو په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل اولس غوښتل چې د هېواد دننه او د رېګولر شېډول پروازونه بحال كړې شي٬ په دې معامله د اېن سي او سي په غونډه كښې او په يو شمېر نرو فورمونو هم په دې معامله غور شوے۔ د اېن سي اوسي غونډه كښې د بېلا بېلو ادارو مشرانو او د چارواكو نه علاوه د بېلا بېلو وزارتونو وزيران هم شامل وو۔ په غونده كښې د څلورو واړو صوبو سره سره د آزاد كشمير او ګلګت بلتساتن چېف اېګزېكټو هم موجود وو۔