اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د كرونا پحقله تازه راپور جاري كړے چې له مخ ئې هېواد كښې د ايکټو کيسونو شمېر 25 زره 232 ده او د تصديق شوو كېسونو شمېره 35 زره 788 ته رسېدلې ده ، د تېرو ساعتو په مهال 1452 نوي كېسونه راغلي او 33 كسان مړه شوي۔ د اېن سي او سي راپور له مخې په سندھ كښې د تصديق شوو كېسونو شمېره د ټولو نه زياته 13 زره 561 ته رسېدلې ٬ پنجاب كښې 13 زره 546 ته رسېدلې، خېبر پښتونخوا كښئ د كېسونو شمېره 5 زره 252 او په اسلام آباد كښې 822 ته ورسېده، دغسې بلوچستان كښې 2239 ٬ ګلګت بلتستان كښې 482 کېسونه راپور شوي او په آزاد کشمير كښې د كرونا وائرس د كېسونو شمېره91 ته رسېدلې ۔ راپور له مخې ګرد هېواد كښې تر اوسه 9 زره 695 رنځوران صحت مند شوي۔ د اېن سي او سي راپور له مخې د كرونا وائرس له امله ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 770 ته رسېدلې ۔ په مړو كسانو كښې په سنده كښې 234، پنجاب كښې 223، خېبرپښتونخوا كښې 275، ګلګت بلتستان كښې 4، اسلام آباد كښې 6 ٬بلوچستان كښې 27 او آزاد كشمير كښې د وائرس له امله يو كس مړ شوے۔ تر اوسه د 3 لکه 30 زره 750 كسانو د كرونا ټېستونه شوي او د تېرو څلورېشتو ساعتو په مهال د 13 زره 51 كسانو ټېسټونه شوي۔د اپ ډېټ تر مخه د ګرد هېواد په 735 روغتونونو كښې په آئسولېشن وارډز كښې 8006 كسان داخل دي چې پكښې د 300 كسانو حالت اندېښمن دے