اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د غېرت په نامه د قتل د پېښو غندنه كولو سره وئيلي دي چې د غېرت په نامه د قتل د پېښو لاره نيول ضروري دي٬ د دې سوچ دفن كولو لپاره به هڅې دوامدارې ساتلې شي۔ د حلقې اولس هره ورځ د سياستمدار احتساب كوي۔ چيلنجونه په موقعو كښې بدلولو لپاره ښځينه خبريالانو مهم كردار لوبولې٬ د ښځينه خبريالانو صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره ښه چاپېرچل ضرورې دې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د ګل په ورځ ښځينه خبريالې اختيارمندې جوړولو لپاره د تربيې يو ورځني وركشاپ پائې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د انفارمېشن سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل ثمينه فرزين، تربيه وركوٶنكې اېنكر پرسن ثمينه وقار ،آمنه کمال او فلم سازې سيما فاروق ګډون كوؤنكي د خپلو خپلو اړوند څانګو په اړه تربيه كړل۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ورکشاپ كښې د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره د وركشاپ انتظاميې له مباركي وركړه۔ دې ووئيل تېره ورځ مونږ ټولو د مېرمنو ورځ ولمانځله٬ زه خوشحاله يم چې زمونږ په مېرمنو كښې شعور بېدارېږي٬ زما كار د مېرمنو طاقت رامخې ته كول او دوي لپاره ماحول پېدا كول دغسې چې زېاتې مېرمنې په ميډيا انډسټرۍ كښې شاملې شي٬ د ميډيا په صنعت كښې د هيومن ريسورس بهتري د وخت مهم ضرورت دے٬ مونږ د پي اېس ډي پي د لارې مهم كردار ادا كوٶنكي يو ٬ دې ووئيل د مور سوچ٬ د لور سوچ او په مجموعي توګه د مېرمنو سوچ زمونږ د ټولنې سوچ جوړولو كښې مهم كردار لوبوي٬ د يو كوچني د تربيې وړومبې ځاې د مور غېږه وي٬ تر څو چې تعليم او تربيه ښه نه وي نو د ټولنې ښه تربيه نشي كېدې۔ دې ووئيل د ښځينه خبريالانو صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره ښه چاپېرچل ضرورې دې٬ د انفارمېشن سروس اكېډمۍ پلېټ فارم څخه به ښځينه خبريالو ته موقع وركوٶ٬ د دوي د كار استعداد زياتولو لپاره به خپل كردار لوبوٶ۔ دې ووئيل د هېواد په ټولو څانګو كښې مېرمنې چېلنجونو سره مخ دي٬ د مور٬ لور او خور په شكل كښې په ټولنه كښې مېرمنې ښكلې كردار لري۔ دې ووئيل حكومت د خبريالانو تحفظ او خېرښګړې لپاره هڅې كوي ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كله چې تعليم او تربيه خپلو كښې يو شي نو يو كامل انسان جوړېږي٬ ښځينه خبريالې دې د خپلې بيانيې او قلم په زور اېډووكېسي او د كميونيكېشن د لارې د خلقو ذهنونه د پاكستان قامي مفاد سره تړلو سره سره د حقونو او فرائضو ادا كولو په اړه هم شعور پېدا كړي كله چې په حقونو او فرائضو كښې توازن وي نو دا د سوكاله ټولنې قوي بنيادي جوړېدې شي۔ دې ووئيل ښځينه خبريالو ته د يو بل تجربو او كاميابو څخه د زده كړې ښه موقع په لاس ورغلې۔ دې ووئيل د صنف نازك كېدو باوجود په ميډيا كښې منلې شوې ښځينه خبرلانو لپاره د اعزاز خبره ده ځكه چې د هر چا د وس خبره نه ده چې صحافت وكړي ځكه چې په ګرمۍ ٬ لمر باران ٬ سهار وختي او د شپې په تياره كښې وظيفه ترسره