اسلام آباد ۔ 06جون (اے پی پی) د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) لخوا صوبو ، اسلام آباد، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ته په مجموعي توګه بېل ډول 286 وېنټي لېټرز وركړې شوې دي۔ داېن ډي اېم اے وياند له مخې پنجاب ته وركړې شويو 72 وېڼي لېټرز كښې 36 آئی سی یو او 36 بائی پیپ شامل دي۔ دغسې سندھ ته 74 وېنټي لېټرز وركړی شوې دي كومو كښې چې 26 آئی سی یو او 48 بائی پیپ دي۔ خېبر پختونخوا ته وركړی شوې وېنټي لېټرز كښې 26 آئی سی یو او 26 بائی پیپ شامل دي۔ د وياند له مخې بلوچستان ته 25 وېنټي لېټرز وركړې شوې دي كومو كښې چې 10آئی سی یو او 15 بائی پیپ شامل دي۔ آزاد كشمير ته په 10بائی پیپ او 7پورټ اېبل وېنټي لېټرز مشتمل 17 وېنټي لېټرز وركړې شوې دي۔ دغسې اسلام آباد ته 36 وېنټي لېټرز وركړې شوې دي كومو كښې چې 17 ائی سی یو، 17 بائی پیپ او 2 پورټ اېبل وېنټي لېټرز شامل دي