اسلام آباد ۔ 8 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سنګار پور خپل همڅنګ وويان بالا كرشنن سره ټېلېفوني تماس نيولې۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د كورونا وائرس وباﺀ په مخنيوي او د دې په مقابله كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه وزارت وياندې له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوي له د سنګار پور حكومت پورته كړې ګامونه د ستائنې وړ دي۔ خارجه وزير سنګاپور كښې د مېشته پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو له په مرسته كولو د سنګارپور حكومت مننه وكړه۔ شاہ محمود قرېشی خپل همڅنګ د وبائي چېلنج مقابلې كولو له د پاكستان لخوا د روانو هڅو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د سنګاپور حكومت لخوا د كورونا وباﺀ مخنيوي له جوړ كړې موبائل اېپلیکېشن ”ټرېس ټو ګېدر” د ستائنې وړ دے او پاكستان د سنګاپور دې كاميابې تجربې څخه د استفادې كولو هڅه كوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل دا عالمي وبائي صورتحال تر مخه كم وسائل لرونكي معيشتونه سختو ستونزو سره مخ دي له دې كبله وزيراعظم عمران خان د پرمختللې هېوادونو د واجب الادا قرض ري اسټركچرنګ وړاندېز وركړې ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل هيله لرو چې سنګاپور به د دې وړاندېزېز مخ په وړاندې بوتللو له زمونږ بشپړه مرسته وكړي۔ خارجه وزير د سنګاپور دورې كولو په بلنه د خپل همڅنګ مننه كولو سره ووئيل د حالاتو په ښه كېدو به ډېر زر د سنګاپور دوره وكړم۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې وبائي چېلنج قابو موندلو او په نورو مهمو چارو د مشاورت روان ساتلو پرېكړه هم وكړه