اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د کرونا وائرس وبا د امله اولس ته د پېښو ستونزو ازالې لپاره د عطيات جمع كولو په لړ كښې به وزيراعظم عمران خان (نن) د جمعې په ورځ مازديګر پنځه بجې د كرونا ريليف فنډ لپاره په سركاري ټي وي ټېلي تهون كوي۔ د زيارت په ورځ د پي آئي ډي څخه د جاري شوي بيان له مخې اطلاعات او خپرونو لپاره سېنېټ كښې د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد په دې لړ كښې تفصيلات د سوشل ميډيا په وېب پاڼه اپ لوډ كړې ۔ سناتور فېصل جاوېد ووئيل وزيراعظم به (نن) د جمعې په ورځ مازديګر نيغ په نېغه ټېلي تهون كوي او سركاري ټي وي به دا ټېلي تهون نېغ په نېغه خپرولې شي۔ ده ووئيل شتمند خلق خپل عطيات د كرونا ريليف فنډ كښې د اېن بي پي په وركړې شوې اكانټ لمبر رالېږلې شي، د دې فنډ د لارې به د لاك ډاٶن سره د مخ وګړو پالنه ممكنه شي۔