اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) خارجه وزیر شاه محمود قریشی وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظیم سيمه د ټیكنالوجی، مادي، بشري او مالی وسائل لري، اېس سی او د پيښو چیلنجونو مخ نيوي له كوټلې مرسته كولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي، پرمختګ كوونكې هيوادنه د روغتيا څخه زيات معاشی چیلنج سره مخ دي، د كورونا وائرس وباﺀ په ګډه مقابله كولو او مخ په وړاندې تللو كښې د اېس سی او همكارۍ ته اړټيا ده، د غیرقانوني قبضې ښكار اولس په ضد د ریاستی ترهه ګرۍ ارتكاب كوونكې هم بايد انصاف سره مخ كړې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اېس سی او خارجه وزيرانو د كونسل غیرمعمولی ورچوئل غونډې ته خپله وينا كښې وكړه۔ خارجه وزیر ووئيل نن نړۍ د نه ښكارېدونكې نامعلومه دښمن سره مخ شوې، په يو څو اوونيو كښې كورونا وائرس د ځنګل اور غوندې خپور شوے او د وړاندې نه لږ وسائل هم ختميږي، قیمتی ځاني زيان كيږي او معیشت ته هم زيان رسي دغسې د ټولې نړۍ كاروبار مفلوج شوے۔ خارجه وزیر په ټوله نړۍ كښې د كورونا له امله ځپلې شوو ټولو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د روس د اړخه په وخت غونډې كولو اقدام ئې وستائلو۔ خارجه وزیر ووئيل د كورونا وباﺀ په صورت ملګرې ملتونه د 75 كلونو د خپل افادیت تر ټولو لوئې سخت امتحان سره مخ دي خو دا خبره د اطمینان وړ ده چې اېس سی او د جوړېدو نه تر اوسه د ملګرو ملتونو منشور مقدم ساتلې او كثیرالقومیتی مقصد ئې وړاندې كړے۔ ده ووئېل د نړۍ د 40 فیصده آبادۍ مسكن او د هغې څلورمه برخه جی ډی پی په توګه اېس سی او د سيمې ټیكنالوجی، مادی، بشري او مالي وسائل لري د كوم په مرسته چې د كورونا غوندې ستونزو باندې قابو موندلې شي۔ شاه محمود قریشی ووئيل چین په دې جنګ كښې په خاص توګه يو كامیاب، موَثر او د تقلید وړ مثال دے۔ پاكستان په دې بحران قابو موندلو كښې د چین انتهائی ذمه واره هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كوي او د پاكستان پشمول ټوله نړۍ د دې وباﺀ مخ نيوي له د چين مرسته ستائي ۔ ده ووئيل په 26 فروری 2020ﺀ د كورونا وړومبې كیس رامخې ته كيدو نه پس پاكستان د وباﺀ مخ نيوي لپاره په زيات احتیاط اډانه كوټلې تګلاره باندې عمل كوي۔ټیسټ، ټریس او كوارنټائن استعداد زياتولو سره پاكستان سمارټ لاك ډاؤن كړے۔ده ووئېل 8 اربه امریكائي ډالره معاشی امدادی پیكج وركړے شوے۔ يو كروړ 20 لكهه كورنيو زمونږ د سماجی تحفظ پروګرام څخه استفاده كړې۔ دغسې د لاك ډاؤن او طلب كښې د كمی له امله د روزګار مسئلو سره مخ كسانو له په 10 اربه اونو بوټو نالولو (بلین ټری سونامی منصوبه) كښې روزګار وركولې شي۔ خوارې كښو له خاص پيكج وركولې شي او دې لپاره صنعتونو له مراعات وركړې شوي دغسې چې معیشت روان وساتلې شي۔ ده ووئېل د صحت نظام په سمه روانولو له د كورونا وباﺀ مخ نيوي او د هغې موثره مقابلې لپاره د 595 ملیونه ډالره تګلاره (پی ۔ پی ۔ آر ۔ پی) اجرا شوې ۔ پاكستان كښې تر اوسه د كورونا مصدقه رنځورانو شميره 30 زره څخه زياته ده دغسې 659 كسان مړه شوي۔ خارجه وزير ووئېل دا لا اوس هم واضح نه ده چې كورونا رنځ په پاكستان كښې خپل انتهاﺀ ته رسيدلې يا نه۔ ټیسټنګ استعداد كښې زياتوالې سره د ځپلې شوو كسانو شميره هم زياته شوې ۔ د مړو كسانو شميره اوس هم محدود ده۔ ده ووئېل مونږ احساس لرو خو د احتیاط څخه به كار اخستلې شي۔ مونږ له به چمتو پاتې كيدل وي۔ خارجه وزیر ووئيل صحت څخه زيات مونږ د معاشی چیلنج سره هم مخ يو۔پرمختګ كونكې هيوادونه د كورونا وباﺀ له امله سختو مالی ستونزو سره مخ دي۔ د نړيوال بنك، آئی اېم اېف او جی 20 د اړخه د قرض ازسرنوتشكیل اقدام پاكستان هركلے كوي خو مونږ ته معلومه ده چې په دې لړ كښې لا اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان د پرمختګ كوونكو هيوادونو په ذمه واجب الادا قرض كښې ریلیف د نړيوال اقدام او مقصد له يوه كوټلې منصوبه جاري كول دي دغسې چې غریبو هيوادونو ته قرض كښې آسانۍ وركرې شي او خپل وسائل د كورونا سره مقابلې او د خپلو وګړو ځان بچ كولو له وكارولې شي او دې سره سره خپل معیشت سنبھال كړې شي او شرح نمو مستحكمه كړي۔ خارجه وزیر تجویز وركړو چې مونږ له به د خپلو روغتونونو او لیبارټرو مرسته زياتول وي او اېس سی او د هاسپټل الائنس جوړولو له بايد كار وكړي۔ده ووئېل 75 كاله وړاندې نړۍ د متشدد قومیت خوښي قوتونو په ضد كاميابي ترلاسه كړې وه، نن د كورونا وباﺀ په ضد نړۍ له به هغسې اتحاد او مقصدیت ترلاسه كول وي چې د دې چیلنج په ضد نړۍ كاميابي ترلاسه كړي او اېس سی او د داسې كولو بشپړ صلاحیت لري۔(