اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) سندھ او بلوچستان كښې د ګاز زيات شوې طلب پوره كولو لپاره به 400 اېم اېم سی اېف ډی اضافی ګاز سوئی سدرن ګیس كمپنۍ سسټم كښې شاملولې شي۔ سوئی سدرن ګاز كمپنۍ ذريعو له مخې په كراچۍ كښې د يخښنۍ موسم كښې د ګاز په طلب كښې غير معمولی اضافه رامخې ته شوې وه ٬ دې نه پس كمپنۍ نوې موندلې ګاز فیلډز څخه 400 اېم اېم سی اېف ډی ګیس خپل سسټم كښې شاملولو لپاره ګامونه پورته كول پيل كړې۔