اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف اسلام آباد ریجن صدرفريد رحمان په جي نائن مركز كښې د يوټېلټي سټور ناڅاپي دوره كولو سره په سټور كښې د خوراك څښاك د څيزونو جاج اخستې۔ د پي ټي آئي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې فريد رحمان په يوټېلټي سټور د خوراك څښاك د څيزونو په زيات سټاك د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د سټور منېجر ده له باور وركړو چې انتظاميه د وزيراعظم د وژن له مخې د اولس خدمت لپاره هر وخت چمتو ولاړ ده۔