اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) سینټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر شبلی فراز د وفاقی وزیر جوړېدو نه پس وزیراعظم عمران خان د نوې حكومتي ډلې مشر جوړولو لپاره د سينيټ چیئرمین محمد صادق سنجرانی ته خط ليكلے دے۔ د سینیټ سیکټريټ له مخې وزیر اعظم په خپل خط كښې سېنېټر ډاکټر شهزاد وسیم سینټ كښې د حكومتي ډلې مشر نومولے دے۔ د سينيټ چیئرمین د اړخه د ډاکټر شهزاد وسیم سینټ كښې د حكومتي ډلې مشر جوړولو نوټیفیکیشن به زر جاري كړے شي۔