اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د کرونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې ۔ د نهې په ورځ د جاري شوو شمېرو له مخې هېواد كښې د تصديق شوو كېسونو شمېره 5716 ته ورسېده۔ پاکستان كښې د ايکټو کيسونو شمېره 4242 ته رسېدلې٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال 342 نوي كېسونه راپور شوې۔ د نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر د شمېرو له مخې په پنجاب كښې د کرونا وائرس کيسونو شمېره 2826 ته رسېدلې دغسې په سندھ كښې 1452 ٬ خېبر پښتونخوا كښې 800 او اسلام آباد كښې 131 ته رسېدلې ده ، بلوچستان كښې 231 ګلګت بلتستان كښې 233 کېسونه راپور شوي دغسې په آزاد کشمير كښې 43 ته رسېدلي۔ په مجموعي توګه 47 فيصده كېسونه د نورو هېوادونه نه په راغليو شوو كسانو كښې او 53 فيصده په ځائي توګه خپور شوي۔ د کمانډ اينډ کنټرول سنټر له مخې د وائرس څخه تر اوسه 96 كسان مړه شوي او دغسې په تېرو 24 ساعتو كښې درې كسان مړه شوي۔ په مړو كسانو كښې په سندھ كښئ 31، پنجاب كښې 24، خېبرپښتونخوا كښې 35 رنځوران مړه شوي دغسې ګلګت بلتستان كښې 3 او بلوچستان كښې دوه كسان د وائرس له امله مړه شوې دي۔ اسلام آباد كښئ هم يو كس د كرونا وائرس له امله مړه شوې ۔ تر اوسه د 69 زره 328 كسانو ټېسټ شوے دے۔