اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) د کرونا ریلیف ټائیګر فورس د رجسټرډ ځوانانو شمېره د نهه لكه 35 زره نه زياته شوې۔ د جاري شوو شمېرو له مخې د کرونا ریلیف ټائیګر فورس په پنېجاب كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 614759، په خېبر پښتونخوا كښې 133338، سندھ څخه 143091 ، ګلګت بلتستان څخه 5696، اسلام آباد څخه 13684، بلوچستان څخه 13679 او آزاد کشمیر څخه 11166 ده۔ په فورس كښې په رجسټرډ ځوانانو كښې زياته شمېره د زده كوٶنكو او سوشل وركرز ده، انجینئرز، استاذان، وکيلان او کارپورېټ سېكټر سره تړون لرونكي كسان هم په فورس كښې شامل دي ٬ دې سره سره خبريالان او آرمډ فورسز سره تعلق لرونكو ریټائرډ كسانو هم په رجسټرېشن كښې برخه اخستې او دغسې ډاكټران ٬ سياسي وركران او د اېن جي اوز ځوانان هم په لويه شمېره په فورس كښې شامل شوي