اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د كورونا وائرس په اړه تازه اپ ډېټ جاري كړے۔ هېواد كښې د كورونا اېكټو كېسونو شمېره 15233 او د مصدقه كېسونو 21501 ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 1315 نوې كېسونه راپور شوي ِ۔ د 24 نورو كسانو د مرګ تصديق سره د دې وباﺀ د لاسه د مړ شمېره 486 ته رسېدلې ده۔ د اېن سي اوسي له مخې پنجاب كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره تر ټولو زياته 8103 ده۔ سندھ كښې 7882 ٬ خېبرپختونخوا كښې 3288 ٬ اسلام آباد كښې 464 ، بلوچستان كښې 1321، ګلګت بلتستان كښې 372 او آزاد کشمیر كښې 71 كېسونه راپور شوي۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه 5782 رنځوران صحت مند شوي۔ د اېن سي او پي له مخې د كورونا وائرس د لاسه د مرګ خلې ته د تلوونكو شمېره 486 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د سندھ 136، پنجاب 135، کے پی کے 187، ګلګت بلتستان 3، اسلام آباد 4 او د بلوچستان 21 رنځوران شامل دي۔ کورونا ځپليو كښې په ځائي كچه د خپرېدو شرح 84 فیصده او د غېر ملكي سفر د لاسه د خپرېدو كچه 16 فیصده ده۔ تر دې دمه د 2 لكه 22 زره 404 كسانو د كورونا وائرس ټېسټونه شوې دي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د 9875 وګړو ټېسټونه وكړې شول۔ د هېواد د 717 روغتونونو په آئسولېشن وارډز كښې 4405 رنځوران درملنو ته بستر دي او د 186 کورونا ځپليو حالت اندېښمن ښودلې شي