GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزيراعظم عمران خان د سينئر خبريالانو سره د كورونا وائرس په حقله ناسته كښې خبرې

image
APP50-20 ISLAMABAD: March 20 - Prime Minister Imran Khan during media talk after chairing meeting of National Coordination Committee for COVID-19. APP

اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چېد كورونا وائرس په ضد جنګ له به ټول قام له ودرېدل وي٬د هېواد معيشت او غريب اولس د بشپړ لاك ډاؤن متحمل كېدې نه شي٬مونږ له به د چين غوندې د سماجي ډسپلن څرګندونه كول وي٬په اوسنو حالاتو كښې معاشي توازن ساتلو لپاره به راروانه اونۍ پیكج اعلان كړی شي٬اولس دې د اړي ګړي ښكارېدو په ځاې احتياطي تدابير خپل كړي٬مېډيا له په دې لړ كښې د يرې خپرولو په ځاې ذمه وار كردار ترسره كول غواړي٬نړيواله ورورولي دې د ايران نه بندېزونه پورته كړي دغسې چې هغوي په آفتونو قابو ومومي۔ده د جمعې په ورځ سينئر خبريالانو سره د كورونا وائرس په حقله په ناسته كښې خبرې كولې۔د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا٬د خزانې صلاحكا ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرل محمد افضل هم په دې مهال موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چين كښې د كورونا وائرس خپرېدو صورتحال ترمخه د 15مې جنورۍ نه اقدامات پیل كړی شوي دي٬پھ دې مهال د 9 لكه خلكو سكريننګ شوې٬مونږ د نړۍ غبرګون ترمخه د وائرس مخ نيوي له اقدامات كوو چې كله په هېواد كښې د رنځورانو شمېره 20 ته ورسېده نو مونږ زر تر زره د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه راوبلله او د وائرس خپرېدو مخ نيوي له مو پھ غونډو پابندۍ ولګولې چې پكښې سكولونه٬كالجونه او مدرسې بندې كړی شوې۔د دې نه ښه او په وخت ردعمل نور څه كېدې شو۔وزيراعظم ووئيل پھ اول كښې پھ تفتان كښې د آسانيو كمې وو خو بيا وروستو صورتحال قابو كړی شو٬په اعلٰی وزير تورونه لګول به زياتې وي٬ده ووئيل د چين نه د زده كونكو راوستلو لپاره فشار سره مخ وو خو چين مونږ ته د هغوي د خيال ساتلو باور راكړی٬پاكستان ته د چين نه د كورونا يو كيس هم نه دې راغلې چې پرې مونږ د چين قيادت د ستائنه وكړه۔ده ووئيل له بده مرغه د تهران نه د وائرس راتللو صورتحال خراب كړو٬ايران د بندېزونو سره مخ دې ااو په دې حالاتو كښې دا ظلم دې۔ده ووئيل نړيوالې ورورورلۍ له بندېزونه پورته كول پكار دي دغسې چې هغوي په دې آفتونو قابو ومومي۔ده ووئيل د نړۍ ډ تجربو نه ثابت شوې چې د كورونا وائرس د مخ نيوي د ټولو نه ښه لار احتياط كول دي٬زمونږ قام له به په دې لړ كښې د ډسپلن څرګندونه كول وي۔يو بل سره د ليدلو كتلو او غونډو نه ډډه وكړئ۔د وائرس ځپلي كسان دې خپل ځان جلا وساتي٬د صفائۍ خيال دې وساتي۔دې اقداماتو سره د وائرس مخ نيوي كمېدې شي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې ضروري سامان ترلاسه كړی شوې۔د اوسني ضرورت ترمخه انتظامات شته او د نورو لپاره پھ بېړه كار روان دې۔ده ووئيل كورونا وائرس په خپل ځاې خطرناك دې خو د دې د يرې نه اړې ګړې لا زيان مند ثابتېدې شي۔مېډيا له په دې اړه ذمه وار كردار ترسره كول پكار دي۔ده ووئيل په دې لړ كښې مېډيا له د لارښونې اصول وضعه كړې شوي كوم چې مالكانو اينكرز او خبريالانو ته وركړې شوي۔ده ووئيل د يرې ترهې په سبب به خلك څيزونه ذخيره كول پېل كړي چې ورسره به نور مسائل راپیدا شي٬نن يو بېړنې صورتحال رامخې ته دې د كومې مقابلې له به چې قام له په ګډه هڅې كول وي٬ده ووئيل دا جنګ حكومت يوازې نه شي ګټلې مونږ له به د چين غوندې د ډسپلڼ څرګندونه كول وي۔ده ووئيل د لاك ډاؤن سره به غريب او دياړي مار شديد وځپلې شي چې ورسره به نوې بحران رامخې ته شي۔ده ووئيل د دې طبقې روزګار ساتلو لپاره به تعميراتي څانګې له د آسانيو اعلان كولې شي چې ورسره به صنعتونه او كاروبار روان وي او دا اعلان به د نهې پھ ورځ كولې شي۔ده ووئيل دې پیكج كښې به د ټېكسونو كمې او نورې آسانۍ شامل وي۔ده ووئيل زمونږ مقصد په كورونا وائرس قابو موندلوسره د خپل اولس معاشي تحفظ باوري كول دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د سمو معلوماتو وركړه زموڼږ لپاره ګټوره ده٬په دې لړ كښې به هره ورځ خلك خبرولې شي۔ډاكټر ظفر مرزا ووئيل قامي رابطه كمېټۍ د كورونا وباﺀ ترمخه د قامي د ځينې چارو په قامي كچه د ترسره كولو په ضرورت زور راوړې۔ده ووئيل معلومات او شمېرې به په قامي كچه اولس ته رسولې شي۔پھ دې مهال د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل اوسنې صورتحال په ګډه تګلارې له تقاضا لري ځكه چې د نړۍ معيشتونه دې بحران ځپلې دي٬مونږ غواړو چې معاشي اشارې كومې چې ښه شوي هغه په ځاې وساتلې شي٬مونږ د تګلارې ترمخه د كورونا مخ نيوي له مېډيكل ايمرجنسي په توګه كار كوو۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل په ټول هېواد كښې د كورونا رنځورانو لپاره د 1600 كټونو روغتون بندوبست شوې٬په ګرد هېواد كښې 9 لويې واړه روغتونونه كار كوي چرته چې آسانۍ وركړی شوي دي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې دوه روغتونونه جوړ كړی شوي دغسې په ډي آئي خان٬مردان٬سكردو٬ګلګت كښې يو يو روغتون جوړ كړی شوې۔په اسلام آباد٬لاهور٬كراچۍ كښې 12 ملين ماسكونه موجود دي٬ده ووئيل د چين نه 30 زره انفرا رېډ ګنز راغوښتلې شي دغسې800 وينټي ليټر راغوښتلې شي٬دغسې د چين كمپنۍ علي بابا 50 زره اېن 95 ماسكونه عطيه كړی دي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں